IQNA

له اسلامی نړۍ سره د اړیکو پیاوړتیا د مونږ  دلومړیتوبونو برخه ده

7:45 - March 07, 2023
د خبر لمبر: 3486999
ایکنا-(تهران)د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  د روسیې او اسلامی نړۍ د لرلید د ډلې په غونډې کې  ټينګار وکؤ، د روسیې  یو لومړیتوب ، د اسلامی نړۍ له هیوادونو سره  داړیکو پراختیا ده .

ایکناخبری آژانس د ریپابلیک اننتل ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف د روسیې او اسلامی نړۍ د سټراټژيک لرلید د ډلې په ناستې کې  په شتون سره د اسلامی  ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو له سفیرانو سره   لیده کاته وکړل.

د روسیې خارجه وزیر  په دغې کتنې کې  د اسلامی ملګرتیا موسیسې  د غړو  هیوادونو سفیرانو ته په خطاب کې  ووئيل، روسیه  داسلامی نړۍ له هیوادونو سره ښې ،صادقانه او متقابلا په احترام سره  غوره اړیکې لري او ددغو اړیکو لاپیاوړتیا  د ماسکو د بهرنی سیاست یو نه بدلیدونکی لومړیتوب دی .

لاؤروف  په دې باب ووئيل،   د مسلمانو هیوادونو له دوستانو سره ، د لاعادلانه ،ډيموکراټيک او څو قطبي  نړۍ د نظم د رامینځةکولو لپاره  هڅې ته دوام ورکوو او په نړۍ کې یو عادلانه او  د احترام په اساس د نظام د رامینځة کولو لپاره  هیڅ هڅه نه سپَمَوو.

https://iqna.ir/fa/news/4126513/%D8%A

captcha